کووېډ۱۹ څه ډول وایروس دی؟

کرونا وايروسونه (پوهنيز نوم یې: Coronaviruses) په ۱۹۶۵کې وپېژندل شول او په اړه یې شاوخوا يوه نيمه لسيزه پر له پسې څېړنې وشوې. په پايله کې په ډاګه شوه چي په دې ستره کورنۍ کې د والګي له وايروسه نيولې تر سارس سينډرومه پوري ټول وايروسونه شته دي. د کرونا وايروس آرچينې (اصلي سرچينې) څاروي دي، خو پينځه ډوله يې د انسان ساييز (تنفسي) سيسټم برنۍ او کښتنۍ برخه خپله موخه ګرځوي. کرونا وايروسونه په پزه، ساينوسونو او په برني ستوني کې د عفونت لامل ګرځي.

کرونا وژونکې ده، جدي یې ونیسئ!

د کروناوايرسونو په جوړښت کې يو معمولي RNA جينوم شته او هغه کسان چي په يوه وخت کې په بله ناروغۍ اخته وي، يا هغه ماشومان چي د زړه له رنځه کړېږي، د کرونا پر وايروس باندي ژر اخته کېږي. تر راينو وايروسونو وروسته، د کورناوايروسونه په پراخه کچه والګی رامنځته کوي. هرګوره، د کورناوايروس د والګي سختوالی د نورو والګیو په پرتله خورا ډېر دي چي د بل هر موسم په پرتله په ژمي او پسرلي کي ډېر خپور وي.

کرونا وايروسونه په ازمونتون (لابراټوار) کې د راين ووايروسونو غوندې په چټکۍ وده او رشد نه کوي چې دې چارې د کرونا وايرس ناروغۍ په نومېرنه (تشخصي) کې ستونزې را برسېره کړې دي.

وړاندي يادونه وشوه چي د کرونا وايروسونو کورنۍ په ۱۹۶۵ کې وپېژندل شوه او په انسانانو او څارويو کې د والګي لامل ګرځي. دغه ناروغي لومړۍ ځل د ۲۰۱۲ سپټمبر کې د عربستان په یوه اوسېدونکي کې وليدله شوه چي دوبۍ ته يې سفر کړی و او وروسته یې مړ کړ. د ناروغۍ دويم بلهاري ۵۰ کلن قطری و. دغه ناروغي لومړی ځل د لندن په Health Protection Agency ازمونتون کې تاييد شوه. د ناروغۍ تر ګردو سخته او وژونکې بڼه په ۲۰۰۲ کې د سارس سینډروم په توګه خپره شوه چي کابو ۸۰۰ تنه یې د مرګ کومي ته ور کښته کړل. داسي ګومان کېږي چي اسمانڅکالي د يادې ناروغۍ لامل کوربانه دي.

د ناروغۍ لامل د آبربو وایروسونو له ډلې څخه دی. کورنۍ یې کروناوريدې (Coronaviridae) او جنس یې کرونا وایروس (Coronavirus) دی. نوی وايروس ته ۲۰۱۹ کال (Corona) نوم غوره شوی دی. وايروس یې ځکه کرونا (تاج) نومولی چي د غشا پر بهرني اړخ يې تاج ته ورته جوړښتونه دي.

د کرونا وايروس د ۲۰۱۹ ډيسبمر په وروستیو کې د چين په ووهان ښار کې ښکاره شو، چې وروسته بیا د نړۍ نورو هېوادونو ته هم خپور شو، زرګونه خلک يې ووژل او په لکونو خلک پرې اخته شول. په ووهان کې لومړی هغه کسان په دې ناروغۍ اخته شول چې د سمندري خوړنتوکو په بازار کې یې کار کاوه. وروسته د نورو هېوادنو وګړي چي ووهان ښار ته سفر کړی و، د دې وبايي ناروغۍ په دام کې راګیر شول. په انسانانو کې د ناروغۍ دا ډول وبايي بڼه نه وه ليدل شوې.

د کرونا ویروس له خپرېدو مخنيوی وکړئ
له لاس ورکولو ډډه وکړئ
لاسونه بار بار په صابون پریمنځئ
کور کې پاتې شئ