ولې کورونا فنډ صندوق؟

د ۱۳۹۹لمریز کال د وري په ۹مه نېټه د ننګرهار د درانه والي ښاغلي شاه محمود میاخېل په نوښت په داسې حال کې د کورونا فنډ د مرستو صندوق رامنځته شو، چې د هېواد ډېری ولایتونو د ننګرهار په ګډون قرنطین کړل شول، ګرځبندیز وضع شو، ټکي او رکشاوې په کور ودرولای شول.

ښکاره خبره ده، چې ۵۰٪ افغانان د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي، همدا بېګاته څه نه لري، چې ويې خوري، د کورونا فنډ یوه موخه د هغه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کول دي، چې بېخي د فقر په اخره درجه کې قرار لري، د دې فنډ څخه هدف دا نه‌دی، چې په هېواد یا ختيځ او یا هم ننګرهار ولایت کې دې فقر له منځه یوسي، بلکې د دې فنډ څخه به موخه د هغه کورنیو سره په شفاف ډول د خوراکي او ارتزاقي توکو مرسته کول وي، چې د قرنطین په جریان کې له شدید کمزوري اقتصادي حالت سره مخ کېږي، دا فنډ په د یوې شفافې پروسې له لاري، چې هره شېبه د ولس او مدني ټولنو اندېښنو ته ځواب ووايي، ترسره کېږي. وروسته به تشریح شي، چې څه ډول دې صندوق ته فنډ راځي، څه ډول ثبت او ذخیره کېږي او په څه ډول د یوې یوې روپۍ لګښت د منظم سیسټم له لاري په مصرف رسېږي. دا د ولس امانت دی او د ولسونو د پاره دی، هېڅ‌څوک باید ځان‌ته دا حق او جرات ورنه‌کړي، چې د خدای‌مه‌کړه له دې شتمنۍ څخه شخصي ګټه پورته کړي/شي.

د ننګرهار ښاغلي والی د حمل د میاشتې په ۱۱مه نېټه یو وار بیا په‌دې ولایت کې د کورونا فنډ اړوند رسنیز کنفرانس کې راښکاره شو او رسنیو ته يې ښکاره کړه، چې د کورونا فنډ لپاره کمېټه ټاکل شوې‌ده، چې په‌کې (د ولایتي شورا غړی ډاکټر ناصر کامه‌وال، ډاکټر ایمل ذکي او ډاکټر صیب شمس) غړیتوب لري. د ننګرهار والي په مشرۍ د کرونا صندق کمېټې غړو له شتمنو خلکو وغوښتل، چې دې صندق سره مرسته وکړي، ترڅو هغو خلکو ته مرستې ورسول شي چې د بيګاه ډوډۍ نه‌لري. د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې د کرونا ويروس له امله ننګرهار حساسه مرحله کې قرار لري، ټول کاروبارونه او چارې دريدلي دي او ډیری بېوزله خلک مرستو ته اړتيا لري. ښاغلي مياخېل په کور دننه او بهر کې له سوداګرو او نورو شتمنو خلکو وغوښتل، چې د کرونا صندق سره مالي، د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وکړي، ترڅو د هغو خلکو لاسنيوی وشي، چې د بېګاه ډوډۍ نه‌لري.

نوموړي زياته کړه: «د کرونا صندق څخه مرسته هغو کسانو ته چې د مياشتې تر پنځه زره افغانيو عايد لري نه ورکول کيږي؛ بلکې يواځې پر هغو کسانو به مرسته ووېشل شي، چې د بېګاه ډوډۍ نه‌لري او ناچاره وي.»

هغه پر بېوزله خلکو غږ وکړ، چې د مرستو په موخه د دفترونو مخو ته را ټول نشي؛ ځکه د کرونا صندق کمېټې غړي د سروې په ترڅ کې بېوزله کورنۍ په نښه کوي او مرستې تر کوره ورسوي. ننګرهار والي شاه محمود مياخېل همدا راز وويل، چې شتمن خلک په خپله هم کولی شي، چې په خپلو سيمو کې بېوزله کورنيو سره په خپل لاس مرستې وکړي، ځکه زمونږ يواځينۍ موخه په دې سختو حالاتو کې د بېوزلو لاسنيوی کول دي.

د ولايتي شورا او کرونا صندق د کمېټې غړي ډاکتر ناصر کاموال وویل، چې مرستې به په پوره شفافيت پرته له کوم فرمايش څخه اړمنو کورنيو ته ورسول شي. نوموړي همدا راز د نورو ولايتونو په شتمنو او مسئولينو هم غږ وکړ، چې دا ډول مرستې برابر کړي، ترڅو په دې سختو حالاتو کې د خلکو لاسنيوی وشي.

د کرونا کمېټې بل غړي ډاکتر ايمل ذکي د هغو کسانو نوم‌لړ وړاندې کړ، چې د کرونا صندق سره يې مرستې کړي او يا يې هم د مرستو ژمنه کړې ده. نوموړي وويل، چې تر دې دمه دې صندق سره ۹۹ زره او سل امريکايي ډالر او ۴۹۱ زره افغانۍ مرسته شوې. هغه همدا راز د کرونا صندق، د مرستو راټولو او وېشلو پر ميکانيزم، شفافيت او بانکي حسابونو معلومات وړاندې کړل او ولسونو ته يې د هر ډول حساب ورکونې ډاډ ورکړ.